Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې لبنیات پلورونکي: حکومت دې د بهرنیو لبنیاتو پر وارداتو تعرفه لوړه کړي 

هرات (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): هرات کې یو شمېر لبنیات پلورونکي د کورنیو لبنیاتو د پلور بازار پیکه کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته پر واردېدونکو بهرنیو لبنیاتو دې تعرفه لوړه کړي او له وارداتو دې یې مخنیوی وکړي.

هغوی وايي چې له بهره د لبنیاتو واردېدو په هېواد کې د کورنیو لبنیاتو د پلور بازار پیکه کړی دی.

هرات کې د لبنیات پلورونکو اتحادیې رییس عبدالوهاب محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د لبنیاتو تولید ډېر شوی، خو په بازار کې د بهرنیو لبنیاتو شتون، د کورنیو لبنیاتو د بازار کمرنګه کېدو لامل شوی دی.

محمدي وویل، په دغه ولایت کې د سړو خونو نه شتون هم د دې لامل شوی چې هرات کې تولیدي لبنیات د ډېر وخت لپاره ونه ساتل شي.

هغه له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د سړو خونو په جوړولو سره د لبنیات پلورونکو ملاتړ وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کورنیو لبنیاتو تولید د ودې په حال کې دی او د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو له داخلي لبنیاتو استفادې ته مخه کړې، خو په بازار کې د ورته بهرنیو محصولاتو شتون د هرات د لبنیات پلورونکو اندېښنې راپورته کړې چې ګواکې د پلور بازار کې کمرنګه کړی دی.

یوه لبنیات پلورونکي حامد قوامي وویل، څو چې هېواد ته د واردېدونکو لبنیاتو مخنیوی ونه شي، د دوی د لبنیاتو د پلور بازار به ونه غوړیږي.

بل لبنیات پلورونکی بشیراحمد نوري هم پر دې باور دی چې له بهره د لبنیاتو وارداتو یې پر کار منفي اغېز کړی دی.

د دغو لبنیات پلورونکو په وینا، که په هرات کې د سړو خونو جوړولو ته پاملرنه وشي، نو ټول لبنیات پلورونکي، بڼ‌وال او کروندګر به پر ځان بسیا شي او د اړتیا پر مهال به کولای شي چې خپل حیواني او نباتي محصولات بازار ته وړاندې او ژر یې وپلوري او په ورته مهال، په دغه ولایت کې له لبنیات پلورونکو د ملاتړ په موخه دې له بهره د واردېدونکو محصولاتو پر وارداتو تعرفه لوړه کړي.

په همدې حال کې، د هرات د کرنې ریاست مسوولین هم شته ستونزې تاییدوي او وايي چې د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه باید د بهرنیو لبنیاتو پر وارداتو ګمرکي محصول لوړ شي.

د هرات ولایت د کرنې ریاست د لبنیاتو مدیر محمد‌جواد توسلي پژواک ته وویل، د ولایت له مقام سره په ګډه هڅه کوي څو د کورنیو لبنیاتو تولیداتو ته د پلور مناسب بازار پیدا کړي.

توسلي بهرنیو وارداتو ته له اشارې پرته زیاته کړه، دم‌ګړۍ ګمرکي محصول لوړ ‎دی او د مخکې په پرتله هېواد ته لږ بهرني محصولات واردیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.