کابل (پژواک، ۱۵ وږي ۱۴۰۲): په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې مشر د ریاست الوزراء د دفتر له رئیس سره په لېدنه کې ویلي، هڅه کوي هغه پانګوال بېرته قانع او مرستې یې را جلب کړي چې په وروستیو کې یې خپلې مرستې کمې کړي دي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر ملا عبدالوسع په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولۍ له مشر ایلوافیلیون او ملپلاوي سره وکتل.
سرچېنې لیکلي چې هغه په افغانستان کې د خپلو مرستندویه فعالیتونو او له افغانانو سره د مرستو د څرنګوالي په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء د دفتر له رئیس سره شریک کړل.
فیلیون د روغتیا په برخه کې د تمویل له اړخه ځینو مالي او اقتصادي ستونزو ته په اشارې ویلي، د دې باوجود له افغانانو سره په نورو بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه ویلي: «موږ هڅه کوو د روان میلادي کال تر پایه هغه پانګوال بیرته قانع او مرستې یې راجلب کړو، چې په وروستیو کې یې خپلې مرستې او همکارۍ کمې کړې دي.»
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په دغه لېدنه کې د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع هم ویلي، سور صلیب په افغانستان کې د بې قید او شرطه مرستو او غوره خدمتونو وړاندې کولو ښه سابقه لري او په تېرو څلورو لسیزو کې یې د جګړو په مهال د ټپیانو او جسدونو په انتقال او نورو برخو کې د پام وړ خدمات کړي دي.
هغه ویلي، په اوسنیو شرائطو کې افغانان هیله لري چې د سره صلیب کمېته به د روغتیا په ګډون په ټولو برخو کې خپلو مرستندویه فعالیتونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي او د لا پراخولو لپاره دې هڅې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP