Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي فقهې نړۍوالې اکاډمي د افغانستان تعلیمي او تحصیلي برخو پرمختګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي فقهې نړۍوالې اکاډمي عمومي منشي وایي، د افغانستان د تعلیم او تحصیل پرمختګ برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د دغه وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې د اسلامي فقهې نړۍوالې اکاډمي له پلاوي سره ليدلي دي.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د اسلامي فقهې نړۍوالې اکاډمي عمومي منشي او د یاد پلاوي مشر دوکتور داتؤ قطب مصطفی سانو وویل: «اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت دی، اقتصادي حالت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته‌راوړنې او پرمختګونه درلودلي دي.»

دغه وزارت زیاته کړې، په  دې ناسته کې د اسلامي فقهې نړۍوالې اکاډمي منشي په هېواد کې د زده‌کړو، په ځانګړې توګه د ښځو د تحصیل پر اړتیا خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې مشورې وړاندې کړې.

نوموړي ویلي، د اسلامي فقهې نړۍوالۍ اکاډمي په استازیتوب د افغانستان د تعلیم او تحصیل د پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

دغه راز په دې ناسته کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې معیاري دیني او عصري زده‌کړو ته ژمن دی او په دې برخه کې ډېرې لاسته‌راوړنې لري.

سرچینې ویلي، د ناستې په پای کې د یاد پلاوي غړو د لوړو زده‌کړو له سرپرست وزیره د زده‌کړو او نجونو د تحصیل په اړه پوښتنې وکړې، وزیر ځوابونه ورکړل او له دغه پلاوي یې غوښتنه وکړه چې تل خپلې نیکې مشورې ورسره شریکې کړي.

خو وزارت نه دي ويلي چې دغه پلاوي د لوړو زده‌کړو له وزیره کومې پوښتنې مطرح کړې او ځوابونه يې څه وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.