کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي ادارې رییس وایي چې سیاسي ازادي لاسته راغلې خو باید اقتصادي ازادۍ ته هم کار وشي څو سیاسي ازادي و ساتل شي.
دا څرګندونې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر د «سنو فارما» مرکزي دفتر د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
په دې ناسته کې د افغانستان د روغتیا سکتور چارواکو، د خصوصي سکتور استازو، ډاکترانو او متخصصینو حضور درلود.
د یادې ناستې په پیل کې د «سنو فارما» شرکت رییس محمد سعید صدیق وویل چې د دغه شرکت له لوري جوړ شوي درمل د هېواد بېلابېلو ځایونو کې په ښه کیفیت او مناسبه بیه خلکو ته وړاندې کیږي.
د هغه په خبره، دا شرکت دمګړۍ د ۴۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري او هڅه کوي چې ډېر درمل تولید کړي.
هغه په اوسنیو شرایطو کې د باکیفیته او ارزانه درملو اړتیا ته په اشارې له نورو پانګوالو غوښتنه وکړه چې د درملو په برخه کې پانګونه وکړي څو افغانستان په دغه صنعت کې په ځان بسیا شي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملې ادارې رییس عبدالباري عمر وویل چې سیاسي ازادي لاسته راغلې خو باید اقتصادي ازادۍ ته کار وشي څو سیاسي ازادي وساتل شي.
د هغه په خبره، صنعت او تولید د یوه هېواد د پرمختګ اصلي لامل دی او دې ادارې د داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره د بهرنیو شرکتونو په وارداتي درملو فیس وضع کړی دی.
عمر له هغو پانګوالو مننه وکړه چې د افغانستان د روغتیا په سکتور کې یې پانګونه کړې او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د داخلي تولیداتو نه استفاده وکړي.
دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مهمند د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمین زاده له پانګوالو غوښتنه وکړه چې د هېواد دننه په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي څو افغانستان په بېلابېلو سکتورنو کې پر ځان بسیا شي.
یاده ناسته کې یوې ډاکټرې ترینا فرید د دغه شرکت د مرکزي دفتر په پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د نجونو پرمخ د زده کړې دروازې پرانیزي.
هغې د افغانانو کلتور په اشارې چې اجازې نه ورکوي چې د ښځو درملنه یې سړي وکړي زیاته کړه، که ښځې تحصیل و نه کړي له هغه وروسته چې دوی تقاعد وکړي، ښځینه ډاکټرې به نه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP