کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د یونسکو سازمان تعلیمي څانګې مشر ویلي، دغه سازمان لېوال دی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو له وزارت سره د استادانو د وړتیاوو لوړولو او نورو برخو کې همکاري وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یونسکو تعلیمي څانګې رییس انتوني ټام د یاد وزارت علمي مرستیال دکتور لطفالله خیرخواه سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال په دغه لیدنه کې ویلي چې یاد وزارت په تېرو دوو کلونو کې د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنیزو معاونیتونو رامنځته کولو، د څېړنیزو پروژو لپاره د بودجې ځانګړي تخصیص، د ملي او نړۍوالو سمپوزیمونو د جوړولو، د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا، د ملي او نړۍوالو ژورنالونو رامنځته کولو او نورو برخو کې فعاليتونه ترسره کړي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال زیاته کړې، د هېواد تحصیلي بنسټونه د لابراتوارونو د تجهیز، د کتابتونونو جوړولو، په علمي او اکاډمیکو برخو کې د استادانو د ظرفیتونو لوړولو، د استادانو د مسلکي پراختیا مرکزونو او نورو برخو کې اړتیاوې لري.
هغه د یاد سازمان د تعلیمي څانګې له مشر غوښتي چې په يادو برخو کې له لوړو زدهکړو وزارت سره همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د یونسکو د تعلیمي څانګې مشر ویلي، دغه سازمان لېوال دی چې د لوړو زدهکړو له وزارت سره همکاري وکړي.
هغه ویلي، یاد سازمان اوسمهال کولای شي د استادانو د وړتیاوو لوړولو، ملي او نړۍوالو ژورنالونو رامنځته کولو او نورو څانګو کې مرسته وکړي.
دغه راز د یونسکو د تعلیمي څانګې مشر زیاته کړې چې د نورو نړۍوالو سازمانونو د مرستو جلبولو په برخه کې هم له لوړو زدهکړو وزارت سره همکاري کوي.
Views: 162
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن