مزارشریف (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د ناپېژانده کسانو له خوا يو کس وژل شوی دى.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي، ناپېژانده وسلهوالو وړمه شپه د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د فيضمحمد په نوم یو کس په ډزو وژلى دى.
هغه وايي، د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز وزيري د هغو رسنيو خبرونه هم رد کړل چې ګواکې په بلخ کې د کورنيو چارو وزارت يو پخوانى افسر وژل شوى دى.
هغه زیاته کړه چې دغه ډول څرګندونې له حقيقته لرې او د باور وړ نه دي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن