ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

author avatar
8 Sep 2023 - 20:11
د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې
author avatar
8 Sep 2023 - 20:11

[restrict paid=”true”]

ښرنه ( پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۲) : د پکتیکا ولایت د کانونو او پيټرولیم ریاست وایې چې د ګیان کانیزي حوزې اړوند د برمل په اینځر وړۍ سیمه کې  د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې.

ددغه ولایت د  کانونو او پيټرولیم رییس مولوي نظر ګل صیاد  پرون (د وږي په ۱۷مه) ددغه کان داستخراج د پیل پر مهال پژواک اژانس ته وویل چې  ددې کان د استخراج چارې د پیټرا راک  په نامه کورني شرکت ته ورکړل شوي، چې د ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراج سره به یو میلیارد او ۳۵۹ میلیونه افغانۍ عواید ولري.

نوموړي زیاته کړه :« له دې کان  څخه ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراجېږي او دا چې پیټرا راک شرکت به د یوه ټن د استخراج سره  د دولت بودېجې ته ۱۵۱۰۰ افغانۍ تحویلوي، چې په دې ۵ کلنه پروژه کې به ټول عواید ۱،۳۵۹ میلیارد افغانۍ راټول شي.»

د صیاد په خبره چې پیټرا راک شرکت د یاد کان د استخراج لپاره ۶۷ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي چې د سیمې سلګونه خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاتوي چې یاد شرکت به د شوي قرار داد مطابق د سیمې خلکو ته د ۲۸ میلیونو افغانیو په ارزښت عامه ټولنیز خدمات وړاندې کوي، چې په هغه کې به د خلکو د غوښتنې سره سم لارې، ښوونځي او نور اساسات ورغول شي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي ددې کان د استخراج د کارونو پر پیلېدو خوښ دي او وایي چې په سیمه کې د بیارغونې ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د یادې ولسوالۍ د ډنګر لګډ کلي یو تن اوسېدونکي رسول بادشاه پژواک اژانس ته وویل، له دې وروسته اړ نه دي چې نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي.

هغه وایې:«  زموږ په سیمه کې مکتب، روغتون او موبایل شبکه نشته او لارې خرابې دي، په دې برسېره زلزلې وځپلو، اوس چې موږ ته د کرومایټ د کان له وجې د کار زمینه برابرېږي او ښوونځی، روغتون یار لار جوړېږي نو ډېر زیات خوشاله یو.»

د یادولو ده چې تر دې وړاندې په پکتیکا کې ډبرو سکرو د دوو کانونو  استخراج چارې پیل شوې وې چې بېرته درېدلي.

[/restrict]

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.