Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ بنګله‌دېش لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ بنګله‌دېش لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه

author avatar
10 Sep 2023 - 00:35
د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ بنګله‌دېش لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه
author avatar
10 Sep 2023 - 00:35

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ اسیایي جام سیالیو د دویم پړاو یوه لوبه کې سریلانکا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او له سیالیو یې بهر کړه.

د بنګله‌دېش او سریلانکا ترمنځ د لوبې پچه بنګله‌دېش وګټله خو لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

سریلانکا په ٥٠ اوورنو کې د سادیره ساراویکرما او  کوسال میندیس د ښې لوبې پر مټ د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله‌دېش ته د ٢٥٧ منډو هدف ورکړ.

د سریلانکا له لوري سادیره ساراویکرما ٩٣ او کوشال مینډیس ٥٠ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش لوبډلې له لوري حسن محمد او تسکین احمد ٣-٣ او شرف الاسلام دوه وېکټې ترلاسه کړې.

په ورته وخت کې بنګله‌دېش سریلانکا ته دغه هدف پوره نه کړ او په ٤٨.١ اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۲۳۶ منډو وسوځېدل او دغه لوبه یې وبایلله.

له دې مخکې په همدې پړاو کې بنګله‌دېشۍ لوبډلې پاکستان ته ماتې منلې وه چې له دې دوو ماتو وروسته له اسیا جامه ووته.

د یادونې ده چې د اسیا جام له سیالیو افغان لوبډله په لومړي پړاو کې وتلې ده.

دغه راز د اسیا جام سیالیو په لړ کې به سبا پاکستان او هند ترمنځ لوبه ترسره شي چې د باران ورېدو له امله ورته یوه اضافي ورځ هم ټاکل شوې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.