ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: هیڅ ډول فشار مو د اسلامي احکامو له تطبیقه نه شي ګرځولی

حنفي: هیڅ ډول فشار مو د اسلامي احکامو له تطبیقه نه شي ګرځولی

author avatar
10 Sep 2023 - 19:28
حنفي: هیڅ ډول فشار مو د اسلامي احکامو له تطبیقه نه شي ګرځولی
author avatar
10 Sep 2023 - 19:28

پلخمري (پژواک، ۱۸ وږي ۱۴۰۲): د امر بالمعروف نهی‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په هیڅ فشار د اسلامي احکامو له پلې کولو نه شي تېریدلی، بلکې د اسلامي نظام ځانګړتیا همدا ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر په کې شتون ولري.

د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي دغه څرګندونې نن بغلان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته وکړې.

هغه وویل، اسلامي امارت په هېڅ فشار د اسلامي احکامو له پلې کولو نه شي تیریدلی، بلکې د اسلامي نظام ځانګړتیا همدا ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر په کې شتون ولري.

هغه له هېواده بهر مېشتو افغانانو ته په خطاب کې وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، سمتیت، قومیت او عصبیت پای موندلی، راځئ په شریکه دا هیواد جوړ کړو، پرونۍ دشمني مو هم د نورو د عقیدې او فکر په اساس وه، د نورو له فکر تیر شئ او په یو فکر به د دین او هیواد لپاره کار وکړو.»

حنفي ولسي خلکو ته وویل، هر یو یې چې له مسئولینو شکایت ولري په زغرده دې له ولایتي ریاست او په مرکز کې له وزارت سره شریک کړي.

هغه همدا راز له علماوو وغوښتل چې د منکراتو مخنیوی په برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

حنفي وویل، د اسلامي امارت مشرتابه لارښوونه کړې چې د دولتي ادارو مسوولین دې په شخصي مېلمستیاو کې ګډون نه کوي او نه دې هم  له چا څخه  دفتر ته راوړې تحفې اخلي.

 د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني هم په دغه ناسته کې له ټولو دولتي ادارو مسوولینو وغوښتل چې له دې وروسته دې په شخصي مېلمستاو کې ګډون نه کوي  او د خلکو راوړو تحفو اخېستو دې هم ډډه وکړي.

حقاني وویل، که چا تحفه راوړي او په نه اخېستو راوړی کس خفه کېده تحفه دې ترې واخېستل شي او وروسته دې بیت المال ته وسپارل شي.

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.