ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې خلک د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي

کندهار کې خلک د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي

author avatar
10 Sep 2023 - 17:36
کندهار کې خلک د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي
author avatar
10 Sep 2023 - 17:36

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشلو یوازې دوه مرکزونه فعال دي چې نفوس ته په کتو بسنه نه کوي او د نورو مرکزونو فعالېدو غوښتونکي دي.

هغوی دغه راز ادعا کوي چې په دغو مرکزونو کې د ډېر بېروبار له امله په یوه میاشت کې نوبت رسېږي څو پېژندپانې واخلي.

د کندهار ښار اوومې ناحیې اوسېدونکی سیداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، څه وخت مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز ته ورغلی و خو مامورینو يې ورته ویلي چې اوس نوبت نشته او یوه میاشت دې انتظار وکړي.

دی وايي چې کندهار له یوې خوا خپله یو ګڼ نفوسه ولایت دی او له بلې خوا د زون مرکز هم دی نو د شاوخوا ولایتونو خلک هم د تذکرو اخیستلو لپاره دغه ولایت ته ورځي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې د دغه ولایت نفوس ته په پام سره دې د برېښنايي پېژندپاڼو مرکزونه ډېر کړي څو خلک له ځنډ پرته تذکرې ترلاسه کړي.

د کندهار ښار څلورمې ناحیې اوسېدونکی سید ولي هم وایي، هره ورځ د احصایې او معلوماتو ادارې ته سلګونه کسان د پېژندپاڼو اخیستو لپاره ورځي خو کار یې نه کېږي.

د هغه په خبره، دی خپله دوه ځلې د تذکرې ترلاسه کولو په موخه دې ادارې ته ورغلی خو د نوم‌لیکنې لپاره ورته ویل شوي چې یوه میاشت وروسته باید مراجعه وکړي.

هغه وویل: «موږ خوشحاله شوو چې اسان خدمت فعال شو، په څو ورځو کې به تذکره راکړي خو اوس چې وینو خلک ډېر زیات دي او دلته مامورین نه په رسېږي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې باید نور مرکزونه هم فعاله شي  څو د خلکو کارونه ژر خلاص شي.»

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی سیف‌الله چې د برېښنايي پېژندپاڼې اخیستلو لپاره کندهار ښار ته راغلی وایي، سپين بولدک چې د ډېر نفوس لرونکې ولسوالي ده، باید هلته د برېښنايي پېژندپاڼو یو مرکز پرانیستل شي څو خلکو ته اسانتیا هم جوړه شي او دلته به د احصایې او معلوماتو پر اداره هم د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي.

دی وایي: «دلته خو چې راغلي یو تر اوسه ور تېر شوي لا نه یو ډېر رش دی، نو موږ وایو چې په سپین بولدک کې دې یو مرکز راته جوړ کړي، د هغه ډېر خلک دي هلته به تذکرې جوړوي.»

بلخوا، د کندهار د احصایې او معلوماتو ادارې رییس مفتي محمدخان هم مني چې په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره دوه مرکزونه بسنه نه کوي.

د هغه په وینا، د کندهار ترڅنګ د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره د زابل، اروزګان او هلمند اوسېدونکي هم مراجعه کوي؛ ځکه د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده.

د هغه په وینا، د کندهار لپاره یو بل مرکز منظور شوی او پنځوس سلنه چارې یې هم بشپړې شوې چې له فعالیت سره به یې تر ډېره د خلکو ستونزې حل شي.

ده زیاته کړه: «موږ په دوو مرکزونو کې هره ورځ له ۲۶۰ څخه تر ۲۹۰ پورې کسان بایومیټریک کوو، مراجعه کوونکي زیات دي؛ ځکه د زابل، اروزګان او هلمند اوسېدونکي هم راځي خو په هغه اندازه د تذکرو په برخه کې ځنډ نشته لکه خلک چې وایي.»

د یادونې ده، اوس په ښوونځيو کې د شاملېدو او حکومتي ادارو کې د استخدام پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼې شتون اړین دی نو ځکه د وېش په مرکزونو کې د مراجعینو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

Views: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.