ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: سرپل کې څه باندې ۳۶ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

مسوولین: سرپل کې څه باندې ۳۶ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
10 Sep 2023 - 17:34
مسوولین: سرپل کې څه باندې ۳۶ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
10 Sep 2023 - 17:34

سرپل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې څه باندې ۳۶ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سرپل د کليو پراختيا او بيارغونې رييس داملا جمعه حقيار پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه رياست د معلوماتو پر بنسټ، په الجهاد، سانچارک، ګوسفندي، سوزمه‌کلا او صیاد ولسوالیو کې د ١٨٠ کليو خلک چې څه باندې ٣٦ زره کورنۍ (٢٥٠زره کسانو) ته رسیږي، څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «له‌بده مرغه په ​​يادو سيمو د ځمکې لاندې اوبه هم نشته څو د پاکو اوبو څاګانې ورته وکیندل شي، د دغو سیمو یو شمېر خلک د اړتیا وړ اوبه یا له ژورو شوو کندو چې د باران او واورو اوبه په‌کې راټولیږي، ترلاسه کوي او یا یې په بیه اخلي چې یوه شل لېټره بوشکه په ۲۵ تر ۳۰ افغانیو پېري.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.