ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ځيني خلک: د ډالرو ارزښت ټيټ شوی خو د توکو بیې لا هم لوړې دي

د هرات ځيني خلک: د ډالرو ارزښت ټيټ شوی خو د توکو بیې لا هم لوړې دي

author avatar
11 Sep 2023 - 17:57
د هرات ځيني خلک: د ډالرو ارزښت ټيټ شوی خو د توکو بیې لا هم لوړې دي
author avatar
11 Sep 2023 - 17:57

هرات (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): په دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو د هرات ځيني اوسېدونکي وایي چې دغه ولایت کې د لومړنیو او سون توکو بیې لا هم لوړې دي.

هغوی له حکومته غواړي چې د بیو په کنټرول کې له جدیت کار واخلي.

د هرات یوه اوسېدونکي باقر لعلي پژواک خبري اژانس ته وویل، هېواد کې د بازار اقتصاد د ډالرو له بیې سره تړلی دی او د ډالرو ارزښت لوړېدل او ټيټېدل خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي، کله چې د ډالرو بیه ټیټه شي د خوراکي او سون توکو بیو کې هيڅ بدلون نه راځي، خو برعکس کله چې ډالر لوړیږي، د خوراکي توکو بیې هم ورسره لوړیږي او دا په داسې حال کې ده چې دې برخه کې د حکومت له خوا کنټرول نه شته او خلک زیانمن کېږي.

نوموړي وویل، کله چې د ډالرو ارزښت لوړیږي یا ټیټېږي، بې‌وزلو خلکو ته ستونزې رامنځته کېږي، که څه هم په دې ورځو کې د ډالرو ارزښت ټيټ شوی، خو تر اوسه د بیو کنټرول لپاره هيڅ اقدام نه دی شوی.

د هرات یو بل اوسېدونکی عبدالرحیم چې د خوارکي توکو پېرولو لپاره بازار ته راغلی، وایي، د ډالرو په ټيټېدو سره د خوارکي توکو په بیو کې ډېر بدلون نه دی راغلی.

هغه وایي: «یوه میاشت مخکې چې د ډالرو بیه نږدې ۹۰ افغانۍ وه یو پنځه لېتره غوړي مې به ۵۸۰ افغانۍ واخیست، خو اوس چې ډالر نږدې ۷۷ افغانۍ ده هماغه غوړي په ۵۶۰ افغانۍ دي چې ډېر ټیټوالی په کې نه دی راغلی.»

هغه دغه راز وویل چې یوه بورۍ اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ و، خو اوس هم په هماغه بیه پلورل کېږي د اوړو په بیه کې هيڅ تغییر نه دی راغلی.

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی وکیل احمد وایي چې مخکې یوه بوجۍ ښې وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ وې او اوس هم په همدغه بیه پلورل کېږي.

هغه وایي، کله چې د ډالر ارزښت لږ لوړ شي، بیې ورسره څو برابره لوړیږي، خو که ډالر هر څومره ټيټ شي، د خوراکي او سون توکو بیو کې هیڅ بدلون نه راځي.

د هرات د څلورمې ناحیې یوه اوسېدونکي ولي احمد وسیم هم پژواک ته وویل، کله چې د ډالر ارزښت لږ هم لوړ شي، د خوارکي او سون توکو بیو کې له لسو تر ۳۰ سلنه لوړالی راځي، اوس چې ډالر ټيټ شوی، د ځينو توکو په بیو کې له دوو تر پنځو سلنې تغییر راغلی او د ځينو په بیو کې بیا هیڅ بدلون نه دی راغلی.

هغه په بازار کې د تېلو بیو ته په اشارې زیاته کړه: «څه موده مخکې یو ډالر په ۸۰ افغانیو تبادله کېده، د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۳ تر ۶۵ افغانۍ وه، خو اوس چې ډالر ټيټ شوی بیا هم تېل په هماغه یا له هغه په لوړه بیه پلورل کېږي.»

دا چې د ډالرو بیه بېرته خپل لومړني حالت ته ګرځي یا د تعادل حالت نه لري، دغه ولایت کې اقتصادي کارپوهان وایي چې د لنډ وخت لپاره د ډالرو ارزښت کې تغییر پر بازار چندان اغېزه نه کوي، حکومت باید د بازار د کنټرول لپاره منظم پولي سیاست ولري.

اقتصادي کارپوه محمدحسن ظریفي پژواک ته وویل، څو چې د حکومت له خوا منظم اقتصادي سیاست تر لاس لاندې ونه نیول شي، د ډالرو ارزښت لوړېدل او ټيتېدل د خلکو په ګټه نه دي.

د ظریفي په خبره، له دغه وضعیته ځيني سوداګر سوءاستفاده کوي، کله چې د ډالرو ارزښت ډېریږي، بیې لوړوي، خو کله چې ډالر راټيټ شي، د خوراکي او سون توکو په بیو کې هیڅ تغییر نه لیدل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «دا چاره د هغو خلکو پر اقتصادي وضعیت چې د فقر تر کرښې لاندې او یا کمزوری اقتصاد لري بده اغېزه کوي او دې برخه کې حکومت باید منظم پولي سیاست ولري او بازار په خپل کنټرول کې ولري.»

په ورته وخت کې، د هرات ځایي چارواکي دې ته له اشارې پرته چې د ډالرو په ارزښت کې بدلون پر بازار مستقیم اغیز لري، په بازارونو له جدي څارنې خبر ورکوي، وایي چې په ورځنې او هفته‌وار د سون او خوراکي توکو پر بیو کنټرول لري.

د هرات د ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمر مولوي اکبر فرقاني پژواک ته وویل، دې وروستیو کې په بیو کې ډېر تفاوت راغلی دی.

هغه وویل چې د خوارکي او سون توکو د کیفیت او بیو د کنټرول ټیمونه هره ورځ له بازاره څارنه کوي او له هغو خلکو سره چې د ښاروالۍ د نرخپاڼې خلاف توکي په لوړه بیه پلوري، قانوني چلند کېږي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.