کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کلکان ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپانه لیکلي چې یاد ماشوم تېره شپه انسانتښتوونکو د کابل له قره باغ ولسوالۍ تښتولی و.
هغه لیکلي، امنیتي ځواکونو په دې اړه له راپور ترلاسه کولو وروسته چټک اقدام وکړ او یاد ماشوم یې په کلکان ولسوالۍ کې له تښتوونکو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، په دې تړاو یې درې کسان نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP