کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړي علي بلال د ايټالیا په کوربهتوب فټنس سیالیو کې د سرو زور مډال ګټلی دی.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، علي بلال د سپټمبر په ۱۰مه نېټه د ایټالیا په میلان ښار کې د «فېلکس پرو» په سیالیو کې د فزیک سپورټ په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال ګټلى او د «مستر المپیا» سیالیو ته یې لار موندلې ده.
د معلوماتو له مخې، «مستر المپیا» د بدن ښکلا نړۍوالې سیالۍ هر کال د بدن ښکلا د نړۍوال فدراسیون له خوا ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، د روان ۱۴۰۲ کال د چنګاښ په ۱۷مه هم د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو درې د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي وو.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن