ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې

لغمان کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
11 Sep 2023 - 16:53
لغمان کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
11 Sep 2023 - 16:53

مهترلام (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د لغمان په مرکز مهترلام کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد پژواک ته وویل، نن د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د مرکز مهترلام اړوند کلي په کبري سيمه کې د يوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

هغه وويل چې دغه دېوال ۳۲۵ متره اوږد والی، درې متره لوړوالی او دوه متره سور لري چې په جوړېدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ۶ کلي د سیند اوبو له خطره وژغورل شي.

نوموړي وویل، د دغه استنادي دېوال د جوړولو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي چې هم مهاله به ورسره ۱۴۵ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

بلخوا خلک هم د دغه دېوال جوړېدو ته خوښ دي.

د نوریې د سیمې یوه اوسېدونکي عتیق‌الله عزیزي پژواک ته وویل چې د یاد استنادي دېوال په جوړېدو سره به نږدې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه او شپږ کوچني کلي د اوبو وړلو له ګواښه وژغورل شي.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت په دې سيمه کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.