ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ هند سریلانکا ته هم ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړه

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ هند سریلانکا ته هم ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړه

author avatar
12 Sep 2023 - 22:23
د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ هند سریلانکا ته هم ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړه
author avatar
12 Sep 2023 - 22:23

[restrict paid=”true”]

کابل(پژواک ٢١ وږی ١٤٠٢): د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې هند سریلانکا ته په ٤١ مڼدو ماتې ورکړه او په دې سره په دویم پړاو کې دا دویمه سیالۍ هم وګټله.

د هند او سریلانکا ترمنځ د لوبې پچه هند  وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند په ٤٩.١ اوورنو کې  د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ٢١٤ منډو هدف ورکړ.

د هند له لوري روهیت شارما تر ټولو ډېرې ٥٣ منډې جوړې کړې.

دغه راز  د سریلانکا له لوري  ځوان لوبغاړي ویلالګي تر ټولو ډېرې پنځه وېکټې او اسلانکا ٤ وېکټې واخیستې.

په ورته وخت کې د سریلانکا لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او په ٤١.٣ اوورونو کې په ١٧٢ منډو  یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او دغه لوبه یې وبایلله.

د هند له لوري بیا کولډیف یادف تر ټولو ډېرې څلور وېکټې واخیستې.

د یادونې ده چې  هند تېر ورځ هم له پاکستانه په ستر توپیر لوبه ګټلې وه او دا یې په دې پړاو کې دویمه بریا وه.

[/restrict]

Views: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.