تالقان (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): امنیتي سرچینې وايي، په تخار، لوګر او فاریاب ولایتونو کې د یوه مخکني جهادي قوماندان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د تخار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمبين صافي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د عبدالغفار په نوم يو کس د تالقانو ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د ناپېژانده وسلهوالو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې پوليسو د دغه وژل شوي کس درېیمه مېرمن د هغه د وژلو په تړاو نیولې ده.
هغه څرګنده کړه: «عبدالغفار د تالقان ښار د نغارهتپې اوسېدونکی و، د وژلو زمینه یې درېيمې ښځې برابره کړې وه چې د پوليسو له لوري نيول شوې او لومړنۍ پلټنې ترې پیل شوې دي.»
په همدې حال کې، د وژل شوي کس يوه خپلوان عبدالمناف فيضي د ټېلفوني اړیکې له لارې پژواک خبري اژانس ته وویل چې عبدالغفار يو له مخکنیو جهادي قوماندانانو و چې له افغانستانه د شوروي سرو لښکرو له وتلو وروسته يې خپله وسله پر ځمکه اېښې وه او د خلکو ترمنځ یې د یوه قومي مشر په توګه فعالیت کاوه.»
هغه زياته کړه، دغه سړى تېره شپه شاوخوا ٧:٥٠ بجې له کوره د وتلو پر مهال د خپلې درېیمې مېرمنې له لوري د زمینې په برابرولو سره د ناپېژانده وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
بلخوا، د فارياب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت مرستيال داملا محمد معارض پژواک ته وويل چې تېره شپه ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په شورقول کلي کې د نثاراحمد په نوم يو ٢٥ کلن ځوان له وهلو ټکولو وروسته په ډزو وژلى دى.
معارض زياته کړه: «دغه پېښه د وژل شوي کس د ګاونډي په کور کې شوې ده؛ احتمالاْ موضوع ناموسي وه او د قضيې په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.»
دغه راز د يوه بل خبر له مخې، لوګر کې په جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس وايي، په لومړۍ پېښه کې د دغه ولايت په مرکز پلعلم ښار کې پوهنتون ته څېرمه يو موټرسايکل چلوونکى په ډزو وژل شوى او په دويمه پېښه کې د دغه ولايت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې نامعلومو وسلهوالو یو کس وژلی دی.
نوموړي دغه راز وویل چې د يادو پېښو په اړه د امنيتي ځواکونو پلټنې پيل شوې، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن