کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې د یوه تښتول شوي کس د ژغورنې عملیاتو کې څلور انسانتښتوونکي وژلي خو تښتول شوی کس د تښتوونکو له خوا مخکې وژل شوی و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې څو ورځې مخکې یوې ډلې تښتوونکو د کابل ښار اتمې حوزې د کارته نو سیمې له مربوطاتو یو کس تښتولی و.
هغه وایي چې تېره شپه د یاد وزارت ځانګړو قطعاتو د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ په کارته نو سیمه کې د تښتول شوي کس د ژغورلو عملیات ترسره کړل.
د قانع په وینا، د عملیاتو په لړ کې یادې ډلې له امنيتي ځواکونو سره وسلهواله نښته وکړه چې په پایله کې یې د دې ډلې څلور کسان ووژل شول.
قانع وايي: «متاسفانه تښتول شوی هېوادوال هم په داسې حال کې مجاهدینو ته په لاس ورغی چې د همدې ډلې له لوري په شهادت رسېدلی و.»
Views: 619
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن