کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د حج او اوقافو وزارت وایي، سږ کال د حاجیانو له لګښته څه باندې درې میلیون ډالر پاتې دي چې دوى يې د بېرته ورکولو لړۍ پيل کړه.
په همدې اړه جوړه شوې غونډې ته د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب وویل، سږ کال چې کوم کسان حج ته تللي وو، له تحویل کړو پیسو يې يو څه پاتې دي چې دوى يې بېرته ورکوي.
هغه زیاته کړه، سږ کال له هر حاجي څخه ۳۹۲۴ ډالره اخیستل شوي وو چې ۳۸۱۶ ډالره لګول شوي او ۱۰۸ ډالر يې بېرته ورکول کېږي.
نوموړي وویل، سږ کال له ټولو حاجیانو څخه څه باندې ۱۱۵،۱ میلیونه ډالر راټول شوي وو چې له دې جملې ۱۱۲،۲ میلیونه ډالره مصرف شوي دي.
د هغه په وينا، له ياد مقدار پیسو څخه ۳،۱ میلیون ډالر يې پاتې چې هر حاجي ته ۱۰۸ ډالره د بانک له لارې بېرته ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، ټول حاجیان کولاې شي چې په مرکز کې وزارت ته او په ولایتونو کې ریاستونو ته مراجعه وکړي، مکتوب دې ترلاسه کړي او خپلې پیسې دې له بانک څخه واخلي.
همدارنګه د حاجي عبدالرازق په نوم يوه کس پژواک ته وويل چې د حج او اوقافو وزارت له لوري نن ورته ۱۰۸ ډالر بېرته ورکول شوي دي.
هغه وايي، خوښ دی چې پاتې پیسې یې بېرته ورکړې.
دغه راز یو بل حاجی محمد رسول هم پژواک ته وویل چې د حج او اوقافو وزارت له لوري ورته نن ۱۰۸ ډالر بېرته ورکول شوي دي.
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه تللي وو.
د یادونې ده، تېر کال د حج او واقافو وزارت له هر حاجې څخه ۴۱۳۰ ډالره اخیستي وو چې بیا یې ۵۱۵ ډالر بېرته ورکړل.