ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تودو سیمو کې د نوي ښوونيز کال پیل؛ فراه کې ۲۶ تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

تودو سیمو کې د نوي ښوونيز کال پیل؛ فراه کې ۲۶ تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

author avatar
12 Sep 2023 - 14:39
تودو سیمو کې د نوي ښوونيز کال پیل؛ فراه کې ۲۶ تړلي ښوونځي بېرته فعال شول
author avatar
12 Sep 2023 - 14:39

فراه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، د نوي ښوونیز کال له پیل سره یې د دغه ولایت د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو کې ۲۶ هغه ښوونځي بېرته فعال کړل چې د تېرو جګړو له امله بشپړ یا نیمه تړل شوي وو.

د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي له پخوا د پوهنې ریاست په چوکاټ کې موجود وو خو په تېر نظام کې يې ښوونکي د واسطو او فساد له امله دندو ته نه حاضرېدل.

هغه زیاتوي چې اوس ښوونکي دندو ته حاضر شوي چې ورسره یاد ټول ښوونځي چې ۱۸ په بکوا، څلور په بالابلوک، یو په پشتکوه او درې په مرکز کې دي، بېرته فعال شوي دي.

د نوموړي په خبره چې په یادو تازه فعال شوو ښوونځيو کې ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز زعیم وویل چې مخکې د فراه ښوونځیو زرو ښوونکو ته اړتیا درلوده خو اوس دغه ستونزه حل شوې او ټول ښوونځي پوره ښوونکي لري.

بلخوا، عام خلک د یادو ښوونځيو پر بېرته فعالېدو خوښي ښيي خو وايي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري چې باید ورته جوړې شي.

د بکوا د بالبالک کلي اوسېدونکي عبدالغني وویل، د دوی په ولسوالۍ کې د ۱۸ ښوونځيو بېرته فعالېدو  ته خوښ دی خو په  وینا يې، د ولسوالۍ ساحه يې پراخه ده او هلته شته ښوونځي بسنه نه کوي.

هغه د پوهنې له ریاسته غواړي چې په سیمه کې دې دقیقه سروې وکړي او له اړتیا سره سم دې نوي ښوونځي ورته فعال کړي.

د یادې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی او قومي مشر حاجي سخي جان جمالي بیا وايي، بکوا یوه لویه ولسوالي ده خو یوازې یو ښوونځی يې ودانۍ لري او پاتې نور یا په خېمو کې فعالیت لري او یا هم په کرايي کورونو کې.

نوموړی وايي، په بکوا کې هوا ډېره توده وي نو په اوړي کې په خېمو کې درس ویل ډېر سخت دي او ماشومان وخت ناوخت ناروغېږي.

هغه له حکومتي مسوولینو په تېره بیا د پوهنې له ریاسته وغوښتل چې په بکوا کې دې ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

د فراه د پوهنې رییس هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري خو وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د یادونې ده، د هېواد په تودو سیمو کې د تېرې شنبې په ورځ (د وږي۱۷مه) د نوي ښوونیز کال لومړی ورځ وه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.