Language

لیبیا کې سېلابونه او توپان؛ ۲۳۰۰ کسان مړه او ۱۰ زره نادرکه دي؛ افغانستان خواشیني پرې ښودلې

اټلانټا (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): په لیبیا کې د توپان او سېلابونو له امله تر ۲۳۰۰ ډېر کسان مړه او لس زره نادرکه شوي، بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت پر دې پېښې خواشیني ښودلې ده.

وروسته له هغه چې ویجاړوونکو سېلابونو د لیبیا په ختیځ کې د ساحلي ښار درنا پر سیند جوړ شوي بندونه او پلونه ویجاړ کړل، په نتیجه کې یې په زرګونو کسان مړه او زرګونه نور تري تم شول.

د راپورونو له مخې، د لیبیا په درنا ښار کې د عاجلو خدماتو اداره وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې، په وروستي توپان کې د مړو شمېر تر ۲۳۰۰ ډېر دی.

د سېلابونو سختو ویجاړیو د مدیترانې سمندرګي دغه ساحلي ښار چې شاوخوا سل زره کسان په کې ژوند کوي، ډېر وځاپه. څو پوړیزې ودانۍ ونړېدې، د استوګنې کورونه او موټرونه په څپانده اوبو کې ډوب شول.

په لیبیا کې د بشري غمیزې په اړه د نړۍ د اندېښنو له پراخېدو سره ځینو هېوادونو ویلي چې دغه جګړه ځپلي هېواد ته ډېر ژر، مرستندویې او ژغورونکې ډلې لېږي.

بلخوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې د توپان او سختو بارانونو له امله چې په پایله کې یې زرګونه کسان مړه، ژوبل او لادرکه شوي دي،  ژوره خواشیني ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر دې غمژنې پېښې د لیبیا حکومت او شریفو خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې سختو شېبو کې د افغانستان اسلامي امارت هیله څرګندوي، چې د لیبیا دولت او ولس په ګډو هڅو، سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ او پیوستون سره به وکولای شي چې دغه ستونزې له منځه یوسي او د بیارغونې او د قربانیانو د وضعیت د ښه والي لپاره به ژر تر ژره لاس په کار شي.

Related Topics