Language

افغان نابینا لوبغاړي د ځغاستې سیالیو کې څلور د سروزرو مډالونه ترلاسه کړي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري په جرمني کې د ځغاستې نړۍوالو سیالیو کې څلور د سروزرو مډالونه ګټلي دي.

دا سیالۍ د جرمني د نورد راین ويستفالن ایالت په ډوسلدورف ښار کې ترسره شوې دي.

افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري تېره ورځ پر خپله فېسبوک‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او په کې یې ویلي، په جرمني کې یې د ځغاستې په نړۍوالو سیالیو کې څلور اتلولۍ خپلې کړې دي.

هغه وویل: «دغه اتلولۍ په څلورو برخو کې وې یعنې څلور د ځغاستې بېلابېلې سیالۍ ما ترسره کړې او څلور د سرورزرو مډالونه مې وګټل.»

login or register a new account.