Language

بدخشان کې ناپېژانده کسانو د سروزرو کان یو کارګر وژلی

فیض‌اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): بدخشان کې امنیتي سرچینې وایي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د سروزرو د کان یو کارګر وژلی دی.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک ته وویل، پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې هغه مهال شوې چې د محمد په نوم یو کس د «شهر بزرګ» ولسوالۍ د ابګنده سیمې اوسېدونکی د یاوان ولسوالۍ په «پسی مزار شنګان» سیمه کې د سروزرو مینځلو په حال کې و چې ناپېژانده کسانو وژلی او سره زر یې ترې تښتولي دي.

هغه وویل، د یاوان د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د یاد کس د وژلو څرنګوالي او د پېښې عاملینو د پېژندلو په اړه څېړنې پیل کړې دي.