ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا لس زره معلولینو ته خدمات وړاندې شوي

غزني کې تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا لس زره معلولینو ته خدمات وړاندې شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): غزني کې د سوېل ختیځ زون فزیوتراپۍ ټولنه وايي چې تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې شاوخوا لس زره معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې شوي دي.

نن غزني کې د عامي روغتيا رياست په همغږۍ د سوېل ختیځ زون فزیوتراپۍ ټولنې له خوا د سپټمبر ۸مه د فزیوتراپۍ نړۍواله ورځ ونمانځل شوه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د سوېل ختیځ زون فزیوتراپۍ ټولنې مسوول محمداکبر جلالزي وویل، د یو کال په موده کې د شاوخوا ۱۰ زره معلولو او معيوبو کسانو فزیکي درملنه شوې ده.

نوموړي وویل، د دوی کلنی ټارګېټ ۴۵۰۰ کسانو درملنه ده چې سږ کال په دولتي روغتونونو کې د ۱۸ فزیوتراپیانو په ګومارلو سره یوازې غزني ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره کسان تداوي شوي.

د غزني عامي روغتیا رییس ډاکټر رسول خان نظري وویل: «په دغه ولایت کې د فزیوتراپي خدمتونو کچه لوړولو ته ژمن یو، څو اړمنو او معلولو کسانو ته په سمه بڼه اغېزناک خدمات وړاندې شي.»

هغه زیاته کړه په دغه ولایت کې د فزیوتراپي برخه کې لا هم اړتیا ډېره ده، څو د معيوبو کسانو فزیکي برخو درملنه زیاته شي.

فزیوتراپست تمیم وویل: «فزیوتراپي د فزیکي درملنې په مانا ده او هغه کسان چې معلول وي، هغوی فزیوتراپي ته اړتیا لري او همداراز، هغه کسان چې د اسلکېټ او غړو، د زړه او تنفسي ستونزې لري، فزیوتراپي وسره مرسته کولای شي.»

د غونډې یو شمېر ګډونوالو وویل، د فزیوتراپي برخه کې ډېر ناروغان دي چې درملنې ته جدي اړتيا لري او غوښتنه یې وکړه چې د یادو ناروغانو لپاره د درملنې نور مرکزونه هم جوړ شي.

د یادوني ده، فزیوتراپي د فزیکي حرکاتو په وسیله د اعصابو، عضلاتو او هډوکو د ستونزو درملنه ده.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.