ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پېښور کې د تورخم دروازې تړل کېدو غبرګون کې لاریون وشو

پېښور کې د تورخم دروازې تړل کېدو غبرګون کې لاریون وشو

author avatar
14 Sep 2023 - 00:27
پېښور کې د تورخم دروازې تړل کېدو غبرګون کې لاریون وشو
author avatar
14 Sep 2023 - 00:27

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د کوزې پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې یو شمېر سوداګرو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو غبرګون کې لاريون وکړ.

د تورخم دروازه اته ورځې مخکې په ياده سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته تړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت مسوولین وایي چې دوی هلته یوه پخوانۍ پوسته ترمیموله چې پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې خو پاکستان ادعا کړې چې لومړۍ ډزې افغان لوري کړې او دروازه یې تړلې ده.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، په پېښور کې ګڼ شمېر سوداګرو د وږي په ۲۲مه د یوه لاریون پر مهال د یادې لارې پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د سرچينې معلوماتو له مخې، دوی د “موږ په لر او بر وطن کې امن غواړو” د  شعار ورکولو ترڅنګ وغوښتل چې دروازه دې ژر تر ژر پرانیستل شي.

سرچينه زياتوي چې په دغه لاريون کې لسګونو سوداګرو او موټرچلوونکو ګډون کړی و.

بلخوا، د پښتونخوا پخواني والي افتاب‌احمد خان شېرپاو هم ويلي چې پاکستان کې ځینې ادارې له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نوموړي پر خپل فېسبوک په خپره کړې ويډيو کې ويلي: «افغانستان کې حکومتونو په بېلابېلو وختونو کې د اړیکو جوړولو او ښې کولو هڅې کړې خو پاکستان کې په دې اړه شکونه دي او دلته ان د کابل او ډيلي اړیکو په اړه ناسمو معلوماتو دا اړیکې خړې پړې ساتلې دي.»

هغه په دې ويډيو کې ادعا کړې چې پاکستان د پښتونخوا او بلوچستان خلکو ته – چې له افغانستان سره نږدې اړیکي لري – هم له افغانستان سره د راشې درشې او سوداګرۍ خلاص لاس او ذهنیت نه دی ورکړی.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.