ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۵۵ میلیون ډالر ګټه کړې

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۵۵ میلیون ډالر ګټه کړې

author avatar
14 Sep 2023 - 09:48
سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۵۵ میلیون ډالر ګټه کړې
author avatar
14 Sep 2023 - 09:48

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): سویس کې د افغانستان د امانتي صندوق څارونکی بورډ وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان درې‌نیم میلیارد ډالر شتمنۍ شاوخوا ۱۵۵ میلیون ډالر ګټه کړې ده.

دغه څرګندونې تېره ورځ د یاد بورډ غړي انوارالحق احدي له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانکړې مرکه کې کړې دي.

د امریکا متحده ایالتونو د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې، افغانستان کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني – چې اووه میلیارد یې امریکا او نوره یې په اروپايي هېوادونو کې ده- کنګل کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېر لمریز کال د وږي په ۲۳مه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې‌نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته چې په سویس کې دی سپاري او د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوه «تضمین کوونکي بورډ» سره وي.

د افغانستان د ٣،٥ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې په بورډ کې په سویس کې د امریکا سفیر سکاټ مېلر، د سویس بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی الکساندر بومن، د افغانستان بانک پخوانی رییس او د دغه هېواد د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی شاه‌محمد محرابي شامل دي.

د دغه بورډ غړي انوارالحق احدي بي‌بي‌سي ته ویلي، د افغانستان درې‌نیم میلیارده ډالره شتمنۍ په تېر څه کم یوه کال کې شاوخوا ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې.‌

هغه ویلي: «له هغه راهیسې چې دغه پيسې د امریکا له مرکزي بانکه وتلي، تر اوسه یې تقریبا ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده خو دا ګټه هره میاشت ډېرېږي.»

نوموړي ویلي، په سویس کې هغه بانک چې دغه پیسې په کې ساتل کېږي، اوس د کال پنځه سلنه ګټه ورکوي‌ خو اټکل کوي چې ښايي د ګټې دغه کچه راتلونکې کې نور هم لوړه شي.

د احدي په وینا، د افغانستان له یاد درې‌نیم میلیارد ډالر شتمنۍ تر اوسه لګښت نه دی شوی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر کال د سلواغې په ۲۲مه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ.

د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالر کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې وه او ویل شوي وو چې نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نور د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

خو د تېر کال د زمري په ۲۶مه د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو یو شمېر کورنیو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشره وغوښتل چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دوی ته ورکول کېدونکې ٣،٥ میلیارد ډالر د افغانانو حق دی او هغوی ته دې ورکړل شي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ باید د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

Views: 293

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.