ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم کمیسار: د پاکستان لخوا دروازه د جمعې په ورځ  پرانیستل کېږي

د تورخم کمیسار: د پاکستان لخوا دروازه د جمعې په ورځ پرانیستل کېږي

author avatar
14 Sep 2023 - 15:08
د تورخم کمیسار: د پاکستان لخوا دروازه د جمعې په ورځ  پرانیستل کېږي
author avatar
14 Sep 2023 - 15:08

اټلانټا (پژواک ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار ځایي چارواکي وایي ، پاکستان موافقه کړې ده چې د جمعې په ورځ د سهار په اتو بجو د تورخم دروازه پرانیږي.

د تورخم دروازه نهه ورځې مخکې (د تېرې اونۍ چهارشنبې په ورځ) د پاکستان لخوا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له یوې نښتې وروسته تړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت مسوولینو ویلي وو، دوی هلته یوه پخوانۍ پوسته ترمیموله چې پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې، خو پاکستان ادعا کړې چې لومړۍ ډزې افغان لوري کړې وې.

د تورخم کمیسیار مولوي عصمت الله یعقوب ویلي چې سبا د جمعې په ورځ د سهار اته بجې به تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ د پاکستان له لوري پرانیستل شي.

بلخوا د ننګرهار ولایت مقام په واټس اپ ګروپ کې د ناروغانو کمیسیون ویلي، کوم ناروغان چې کارتونه لري ځان دې سبا تورخم ته ورسوي.

د تورخم تر پېښې او دروازې تړون وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کلک غبرګون ښودلی و.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو، د ټولو نړۍوالو قوانينو او تعهداتو خلاف، پاکستان په کراچۍ بندر کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او کرنیزو حاصلاتو او مېوو رسېدو پر مهال په بېلابېلو پلمو دروازې تړي.

دغه وزارت زیاته کړې، د پاکستاني لوري له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدامات دي.

سرچینې زیاته کړې، د تورخم لارې تړل د دواړو هېوادونو او سیمې سوداګري اغېزمنوي او د دواړو غاړو عام سوداګر له تجارتي او مالي زیان سره مخ کولای شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «متأسفانه د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړۍوالو قوانينو د چوکاټ او تعهداتو خلاف، پاکستانی لوری ډېری وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو رسېدو پر مهال په نه توجیه‌ کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د وروڼو ولسونو او هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي او د ټولې سیمې تجارت او ترانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.»

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې ده، چې د تورخم شخړه کې لومړۍ ډزې افغان ځواکونو له لورې شوې وې.

ددغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سوله ییزو خبرو اترو او هڅو پر ځای افغان لوري ددوی پر پوستو ناتاره ډزې وکړې او هلته یې د مسافرینو ترمینل ته هم زیان ورساوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم شخړې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر اعلامیې هم نا هیلي څرګنده کړې او هغه یې له حقایقو لرې ګڼلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دوی پخپله ساحه کې د افغان سرپرست حکومت لخوا د هر ډول تعمیراتو خلاف دي او دا د خپلې خپلواکۍ خلاف ګڼي.

د تورخم دروازې تړل کېدو له امله ددواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او دواړو لورو ته دوی لاریونونه هم وکړل.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ‌صادراتو مسوول شکرالله ساپي پژواک ته وويل چې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتی او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

بلخوا د ننګرهار د مومندو او شينوارو قومي مشرانو او ځوانانو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو غبرګون کې لاريون وکړ.

لاريون‌کوونکو چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول، د پاکستاني چارواکو دغه کار یې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه وبلله او ټينګار يې وکړ چې دروازه دې ژر تر ژر پرانیستل شي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.