Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګوترش: د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې به افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې وشي

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله د ټولو اندېښنو بشپړ محور دی او یوه له هغو موضوعاتو ده چې په اجنډا [د عمومي ناستې مجمع] کې به ځای ولري.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت به د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د ناستې- چې راتلونکې اونۍ جوړیږي- محور وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش، پرون ناوخته په یوه خبري ناسته کې دا موضوع څرګنده کړې ده.

هغه ویلي: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله د ټولو اندېښنو بشپړ محور دی او یوه له هغو موضوع ګانو ده چې په اجنډا [د عمومي ناستې مجمع] کې به ځای ولري.»

د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشران د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې- چې د روان کال د سپتمبر په ۱۸ او ۱۹مه په نیویارک کې ترسره کېږي- سره راټولیږي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت به په داسې حال کې د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې به د خبرو محور وي چې تېرو ورځو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپلو دوو ناستو کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

د ښځو او بشري حقونو، ځيني افغان فعالانو تازه ځيني اروپایي هېوادونو کې پر غذایي اعتصاب لاس پورې کړی او په افغانستان کې یې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.