کندهار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ښار ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ مربوطاتو کې د خښتو بټیو فعالیت د هوا او چاپېریال ککړېدو لامل شوی دی.
د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي صدیقالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ډنډ ولسوالۍ د کندهار ښار سوېلي ته موقعیت لري چې د خښتو پخولو لسګونه بټۍ په کې فعالې دي.
هغه وايي، کندهار ښار اوس له ډنډ ولسوالۍ سره وصل شوی او د خښتو بټیو له امله د ښار هوا او چاپېریال ککړ شوي دي.
د دغه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکی منیراحمد هم وایي، د خښتو پخولو او خټينو لوښو جوړولو بټیو د کندهار ښار چاپېریال ډېر زیانمن کړی دی.
دی وايي چې حکومت دې دغو بټیو ته له ښاره لرې او مناسبو ځایونو کې د فعالیت زمینه برابره کړي.
د کندهار یو بل اوسېدونکی او د طب پوهنځي محصل احمد وایي: «د خښتو پخولو بټيو دود د انسان او چاپېریال لپاره زهر دی، خو زموږ خلک اکثره خپل صحت ته پام نه کوي، نو له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې دغه بټۍ دې له ښاره وباسي او مناسبو سیمو کې دې د فعالیت زمینه ورته برابره کړي.»
د کندهار د چاپېریالساتنې ریاست مسوولین هم وایي، ځینې بټۍ ښار ته نږدې دي او دوی هڅه کوي چې دا بټۍ د ښار له شاوخوا سیمو لرې او مناسبو ځایونو ته يې انتقال کړي.
د دغه ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمدرحیم بشردوست په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «رشتیا هم ځیني کُرې ښار ته نږدې دي خو موږ پر هغوی ډېر قیودات وضع کړي دي.
دی زیاتوي، هڅه کوي ټولو بټیو ته له ښاره لرې مناسب ځای انتخاب کړي.
د چاپېریالساتنې ریاست معلوماتو له مخې، دا مهال په کندهار کې د خښتو او خټینو لوښو پخولو شاوخوا ۷۰ بټۍ دي چې ډېرې يې د کندهار ښار سوېلي څنډه کې فعالې دي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن