مزارشریف (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل کړ چې لسګونو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.
د دغه فابریکې مسوول فیضمحمد یوسفزی وایي، په یاده فابریکه کې ۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې پکې شاوخوا ۶۰ کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دى.
نوموړی زیاتوي چې دغه فابریکه په ۱۲ جریبه ځمکه باندې جوړه شوې او ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ ټنه پنبې د پروسس ظرفیت لري.
نوموړی دغه راز له نورو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې له لارې د هېواد په پرمختګ کې د ونډې اخیستو ترڅنګ ځوانانو ته د کار زمینه هم برابر کړي.
په ورته وخت کې د بلخ ځایي مسوولینو د دغې فابریکې د پرانیستې پر مهال له نورو پانګوالو غوښتنه وکړه څو د هېواد دننه پانګونه وکړي.
د بلخ ولایت مقام د دفتر رییس سلطانمحمد سعید د دغه ډول فابریکو د جوړیدو هرکلی کوي او له نورو پانګوالو غواړي څو د هېواد دننه د فابریکو په جوړولو سره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
نوموړي سوداګرو او پانګوالو ته د هر راز مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس نصیراحمد خالد وایي چې افغانستان کې تېرې اوږدې جګړې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ مخه ډب کړې وه او اوس د دې وخت را رسیدلی چې د صنعتي فابریکو په جوړولو سره د هېواد پرمختګ او ځوانانو ته د کار موندنې برخه کې کار وکړو.
هغه له بهرمېشتو افغان سوداګرو غوښتنه وکړه څو هېواد کې د پانګونې له لارې د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
په همدې حال کې، د یادې فابریکې یو شمېر کارکوونکي هم خوښ دي چې د لته د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د دې فابريکې يوه کارکوونکي غلام سخي خیرخواه پژواک ته وويل، خوښ دی چې په دغه شرکت کې ورته د کار کولو فرصت برابر شوی دى.
هغه له نورو پانګوالو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې له لارې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د دغې فابریکې یو بل کارکوونکى دادمحمد رسولي هم د یادې فابریکې له جوړېدو خوښ دی او وایي که په هېواد کې پانګونه وشي ځوانان به بهرته له تلو راوګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې له دې وړاندې هم د پنبې پروسس یوې بلې فابریکې فعالیت پیل کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP