[restrict paid="true"]
مهترلام (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وایي چې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د یو کور چت لوېدو پېښه کې پنځو کسان ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست رییس قاري خیرمحمد غازي د وږي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا درې بجې د بادپښ ولسوالۍ اړوند په اندروړ سیمه کې د عزیزالله په نوم یوه کس د کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي.
نوموړي زیاته کړه، یادې کورنۍ ته د لغمان د والي قاري زینالعابدین عابد له خوا یوه خېمه، پنځه دوشکې، د اوبو جګونه، څپلۍ، ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېتره غوړي، ۳ عشاریه ۵ کیلو وریجې، ۷ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا او ۱۰ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP