ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستانیو پولیسو کراچۍ ښار کې ۵۴۵ افغانان نیولي

پاکستانیو پولیسو کراچۍ ښار کې ۵۴۵ افغانان نیولي

author avatar
15 Sep 2023 - 04:17
پاکستانیو پولیسو کراچۍ ښار کې ۵۴۵ افغانان نیولي
author avatar
15 Sep 2023 - 04:17

اټلانټا (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، پاکستانیو پولیسو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۵۴۵ افغان کډوال نیولي دي.

د ډیوه راډیو د خبر له مخې، دا افغانان د کراچۍ ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي او تر ټولو ډېر ۱۵۴افغانان د کراچۍ له ختیځې ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې ۹۷ افغانان یې له ملیر، ۹۰ یې کورنګي، ۷۵ یې په مرکز او ۵۶  نور یې په کیماړۍ کې نیولي دي.

بلخوا، د نیول شوو افغانانو مدافع وکیلانو ویلي، په یادو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې قانوني اسناد لري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو نيول وروسته له هغه پیل شول چې په د سپتمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل چې له لومړي وزیر سره یې د غیرقانوني افغان کډوالو پر نیولو خبرې کړې دي.

هغه ادعا کړې وه چې دغه غیرقانوني افغانان په بېلابېلو جرمونو تورن دي.

د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله او مدني فعاله منیزه کاکړ وايي، په تيرو څو ورځو کې هغه او څو نور وکيلان د کډوالو د وکالت لپاره عدالت ته وړاندې شوي او ځینو محکمو قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال خوشې کړي ، خو ځینو محکمو بیا نیول شوي کسان زندانونو ته لیږلي دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن‌اېچ‌سي‌ار) وايي، په کراچۍ کې د افغان کډوالو له نیولو خبر دي او  د پاکستان له حکومت سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده.

دغې ادارې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغان کډوالو ځورولو لړۍ ودروي.

Views: 203

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.