ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او لغمان کې د ترافیکو پېښو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

ننګرهار او لغمان کې د ترافیکو پېښو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

جلال‌اباد – مهترلام (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): مسوولین وايي چې ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وږي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د کوز کونړ/ ښېوې ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو سیمه کې سراچې او کرولا موټرو ټکر کړی دی.

زابلي زياته کړه چې دغه ترافیکي پېښه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله شوې چې په کې یوه مېرمن مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت مسوولينو او د کوز کونړ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ مسوولين پر وخت رسېدلي دي.

دی زياتوي چې ټپیان د عاجلې درملنې په موخه د کوز کونړ ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د پېښې يوه عيني شاهد جمشېد پژواک ته وويل، په دې سيمه کې لار تنګه ده، چلوونکو يو له بله د مخکې کېدو هڅه کوله چې ټکر یې وکړ او مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایت په مربوطاتو کې هم دوه ترافیکي پېښې شوې دي.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک ته وویل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د خیروخېلو سیمه کې یو مارګله موټر چپه شوی دی.

هغه وایي چې په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

یوسفزي دا هم وویل چې نن سهار د الینګار ولسوالۍ اړوند د سلینګار سیمه کې یو مازدا موټر یو کس وهلی چې ځای پر ځای مړ شوی دی.

Views: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.