Language

مزارشریف ښار کې په ناقانونه توګه لګول شوې لوحې را ټولې شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښاروالۍ د اصولو خلاف لګول شوې د اعلاناتو لوحې راټولې کړې دي.

د مزارشریف ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تبلیغاتي لوحې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو امریت پرسونل د ښار له بېلابېلو سېمو څخه را ټولې کړي دي.

سرچېنې لیکلي چې دغه لوحې د اصولو خلاف د برېښنا پر ستنو لګول شوې وې، په ښار کې د غیرقانوني لوحو د راټولولو کمپاین روان ساتي او ټولې هغه لوحې چې په غیرقانوني توګه د برېښنا پر ستنو او نورو ځایونو لګول شوې، راټولوي.

سرچېنې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا د مزارشریف ښار یو شمېر اوسیدونکي د ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.

د مزارشریف ښار اوسیدونکی جاوید منیرزاده وایي چې د برېښنا پر ستنو لګول شوو لوحو د موټرچلوونکو د لید ساحه تنګه کړې وه چې دا چاره په ښار کې د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو لامل شوې وه.

د دغه ښار یو  بل اوسېدونکی عزیزالرحمن د ښاروالۍ د دغه کمپاین هرکلی کوي او وایي، چې د برېښنا پر ستنو او نورو برخو لګول شوو لوحو د ښار ښکلا بدرنګه کړې.

هغه د مزارشریف ښاروالۍ له مسوولینو غوښتنه کوي، تر څو ټولې ټولې هغه لوحې چې په ناقانونه توګه د ښار په بېلابېلو برخو کې لګول شوې، راټولې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.