ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې یو ښوونکی وژل شوی

لوګر کې یو ښوونکی وژل شوی

author avatar
16 Sep 2023 - 14:33
لوګر کې یو ښوونکی وژل شوی
author avatar
16 Sep 2023 - 14:33

پل‌علم (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژانده وسله‌والو تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په برګ کلي کې د ضمیر ظریف په نوم یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.

هغه وایي: «پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد ښوونکی په کرونده کې د اوبو په لګولو بوخت و.»

انس زیاته کړه، وژل شوي ښوونکي د خوښۍ ولسوالۍ په «مڼۍ ښوونځي» کې دنده درلوده.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د دغه ښوونکي د وژل کېدو په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې رواې دي.

لوګر کې داسې مهال یو ښوونکی وژل کېږي چې تېره اونۍ هم د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار په «شېروازې» او د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» سیمو کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه د ناپېژانده کسانو له لوري په ډزو وژل شوي وو.

Views: 1147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.