ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

author avatar
16 Sep 2023 - 18:42
پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه
author avatar
16 Sep 2023 - 18:42

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ا.ا د مشرتابه ځانګړې فرمان پر اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د یادو څرګندو ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې کمېټې نن خپله لومړنۍ غونډه کړې ده.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې رییس د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې مشر مولوي ذبیح‌الله ناصر ویلي، یاده کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کول او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي.

د اقتصادي کمېسیون سکرتر مولوي عبدالله عزام هم ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.