ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شاوخوا اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال جوړېدو چارې پیل شوې

ننګرهار کې د شاوخوا اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
16 Sep 2023 - 19:20
ننګرهار کې د شاوخوا اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
16 Sep 2023 - 19:20

جلال اباد (پژواک ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال جوړېدو چارې پیل او د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د څلورنیم میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال او سربند جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د ننګرهار ولایت د  ټولګټو چارو ريیس مولوي يار محمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند سېمه کې يې د څه دپاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

هغه د معلوماتو له مخې، دا استنادي دیوال ۱۱۹ متره اوږدوالي، شاوخوا څلور متره سور او همداشان ۵ څخه تر ۷ مترو پورې لوړوالی لري.

د محمدي په وينا، دغه استنادي ديوال به د څلورو مياشتو په موده کې جوړ شي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یې د څلور نيم میلیونه افغانیو په لګښت د یوه  کانال او سربند چارې بشپړې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کانال د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په مالي لګښت جوړ شوی چې ۹۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه به  خړوبه او زرګونو ځایې خلک به ترې ګټه پورته کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.