کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په پاکستان کې ۱۷۲ د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي افغان خوشي او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال د پاکستان د کويټې له زندانه خوشي شوي او د روانې وږي میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه د کندهار سپینبولدک له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت وړمه ورځ هم د پاکستان د کویتې له زندانه د ۱۲۰ افغان کډوال ازادېدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو د روان لمریز کال د تېرې زمري میاشتې په ۱۸مه کابل کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې ویلي وو، تېر لمریز کال د پاکستان له زندانونو نږدې درې زره افغانان خوشي شوي دي.
خو لا هم معلومه نه ده چې د پاکستان په زندانونو کې دا مهال څومره افغانان بندیان دي.
Views: 137
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن