کابل (پژواک، ۲۶ وږي ۱۴۰۲): د برازیل د امازوناس ایالت په بارسیلوس ښار کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله د الوتکې د عملې د دوو کسانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې، چارواکو ویلي، دغه الوتکه د شنبې په ورځ د امازوناس ایالت له مرکز ماناوس څخه یوه لرې پراته ځنکلي ښار بارسېلوس ته روانه وه چې د دغه شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره سفر په وروستیو کې د برازیل په امازون ځنګلونو کې راوغورځېده.
دوی زیاته کړې چې د دې پېښې په قربانیانو کې د الوتکې ټولې ۱۲ سپرلۍ او د عملې دوه غړي شامل دي.
د امازوناس ایالت د امنیت وزیر وېنیسیوس المیدا ویلي لومړني معلومات ښيي چې دغه الوتکه په بارسېلوس ښار کې د باران پر مهال د کښته کېدو په وخت کې له ځغاستلیکې وتلې ده.
د برازیل یوې خبري ویبپاڼې لیکلي چې دا «يياېمبي -۱۱۰» ډوله دوه ماشینه توربوپروپ الوتکه وه چې د امبرایر په نوم برازیلي شرکت جوړه کړې.
ځايي شرکت چې دا الوتکه یې اړوند ده ویلي، چې الوتکې او عملې یې د الوتنې لپاره ټول اړین شرایط درلودل.
د امازوناس والي «وېلسن لیما» شاوخوا درې ساعته مخکې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زموږ ډلې د الوتکې له غورځېدو راهیسې د اړین ملاتړ لپاره د پېښې ځای کې موجودې دي.»
د بارسېلوس ښاروال «اېدسون دې پاولو رودریګوز مېندېس» سياېناېن تلویزیون ته ویلي، دا الوتکه د یوه سوداګر له خوا چې دغه ځای کې د کب نیونې لوبې کوي، کرایه شوې وه.
هغه زیاته کړې چې په الوتکه کې سپاره کسان د برازیل له بېلابېلو سیمو د دغه سپورت برخه وال ملګري وو.
چارواکي وایي، د دې پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن