[restrict paid=”true”]
تالقان، غزني (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): په غزني کې یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، بلخوا په تخار ولایت کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې.
د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدادریس حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ اړوند د قربان، کولا، کوشک، ازادخان کلا، او شادي کلا سیمو کې د یوه کانال چارې چې د سولې خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پیل شوې وې، بشپړې او نن ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نوموړي په خبره، دغه کانال ۸۳۰ متره اوږدوالی، دوهنیم متره جګوالی او یو متر سور لري چې په کې د سیمې لسګونو اوسېدونکو ته لنډمهاله کاري زمینه هم برابره شوې وه.
دی وایي چې پر دې پروژه څه باندې ۶۰ زره ډالر لګښت راغلی دی.
حنیف زیاتوي، اسلامي امارت هڅه کوي په سیمهییزه کچه د ټولو خلکو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په همدې حال کې د سیمي اوسېدونکي د دغه کانال پر جوړېدو خوښ دي او وايي، د کانال په جوړېدو سره به په سیمه کې د اوبو د خطرونو مخه ونیول شې چې پخوا یې د دوی زیاتې زراعتي ځمکي له خطر سره مخ کړې دي.
د یو بل خبر له مخې، د اوبو او برېښنا وزارت په تخار کې د «واټرشید» د پنځو پروژو عملي چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د ۳۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د «واټرشید» له ۲۰ پروژو د پنځو عملي چارې د «اېفاياو» دفتر په مالي ملاتړ او د تخار د دشت کلا ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې او د ناروې کمېټې په همغږۍ پیل شوې چې په کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې ده، یادې پروژې به د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د سېلابونو په مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې برخو کې رغنده رول ولري.
[/restrict]
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن