ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چین سفیر: د افغانستان کورنیو موضوعاتو کې د مداخلې هيڅ اراده نه لرو

د چین سفیر: د افغانستان کورنیو موضوعاتو کې د مداخلې هيڅ اراده نه لرو

author avatar
17 Sep 2023 - 19:23
د چین سفیر: د افغانستان کورنیو موضوعاتو کې د مداخلې هيڅ اراده نه لرو
author avatar
17 Sep 2023 - 19:23

کابل (پژواک، ۲۶ وږي ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، معتقداتو او کلتور ته درناوی لري او په کورنیو موضوعاتو کې یې د مداخلې هيڅ اراده نه لري.

کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني نن په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاوشینګ سره تعارفي ناسته وکړه.

د اسلامي امارت رییس‌الوزارء ملا محمدحسن اخند تېره اونۍ د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاوشینګ باورلیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په دې ليدنه کې ویلي، چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او د خپل ښه دريځ په درلودو سره يې افغانان په خپل ښه نيت باوري کړي او ياد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لیدلوری درلودلی دی.

په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د چین سفیر جاوشینګ هم ویلي چې افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی.

نوموړي  هیله ښودلې چې افغانستان به له نړۍ سره د تعامل په برخه کې نورې ښې لاسته راوړنې هم و لري.

جاوشینګ زیاته کړه، چین او افغانستان  دوه ښه ګاونډيان دي او هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ، معتقداتو او کلتور ته درناوی لري او د دغه هېواد په کورنيو موضوعاتو کې د مداخلې هېڅ اراده نه لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.