Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

واشنګټن: امریکایان دې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

واشنګټن: امریکایان دې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

author avatar
17 Sep 2023 - 00:19
واشنګټن: امریکایان دې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي
author avatar
17 Sep 2023 - 00:19

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): په غور ولایت کې د یوې امریکایۍ ښځې له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته یو ځل بیا سپارښتنه کړې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.

د نړۍوال مرستندوی ماموریت یا 'ای‌اې‌ایم' موسسې پرون اعلان کړی و چې په غور ولایت کې د ځایي امنیتي مسوولینو له خوا یې ۱۸ کورني او بهرني کارکوونکي نیول شوي او بیا کابل ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې وه، په نیول شوو کسانو کې یوه امریکایي ښځینه ډاکټره هم شامله ده.

بلخوا په واشنګټن کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د یوې ښځینه امریکایي ډاکټر له نیول کېدو خبر دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دمګړۍ په دې اړه نور جزئیات له رسنیو سره نه شي شریکولی.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د دوی د تښتونې او یا له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو وېره شته.

نړۍوال مرستندوی ماموریت یا 'آی اې ایم' بیا ویلي چې د سرپرست حکومت له اقتصاد وزارت سره یې اړیکې نیولې دي څو د خپلو کارکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

سرچینې زیاته کړې چې له ملګرو ملتونو یې هم په دې برخه کې مرسته غوښتې ده.

د نړۍوال مرستندویه ماموریت موسسې ویلي چې دوی ته د خپلو غړیو د نیولو په اړه معلومات نه دی ورکړل شوی.

دغې موسسې زیاته کړې: «زموږ د همکارانو روغتیا او امنیت زموږ لپاره ډېره مهم دي، موږ د هغوی خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو او د چټک خلاصون او خوندي لپاره هره ممکنه هڅه کوو.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی خپل ماموریت ته ژمن پاتې کېږي؛ په افغانستان کې نه ستړې کېدونکی کار کوي څو د خلکو اړینو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د یو عادلانه او سوله‌ییز افغانستان جوړولو لپاره هڅه کوي.

د سرچینې په خبره، له ۱۹۹۶ زېږدیز کال راهیسې یې په ټول افغانستان کې د ژوند په بدلون او د ټولنو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولي دی؛ یوازې په تېره لسیزه کې IAM د خپلو هڅو له لارې په افغانستان کې له څه باندې ۴،۲ میلیون خلکو سره مرستې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی په یاده موده کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیا، ښوونې او روزنې او ټولنې پراختیا برخو کې لګولي دي.

بلخوا د غور ولایت مقام ویاند عبدالواحد حماس بیا وايي چې استخباراتو د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱ کارکوونکي نیولي دي.

هغه رسنیو ته ویلي، په نیول شوو کې یوه امریکايي ښځه هم شامله ده او دا کسان د “عیسوي مذهب د تبلیغ او ترویج” په تور نیول شوي دي.

د حماس په وینا، په نیول شوو کې ۱۴ نارینه او ۷ ښځې هم شاملې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.