ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان‌وردګو یو شمېر خلک: د کابل – کندهار لارې کارونه ډېر ورو دي، له سختو ستونزو سره مخ یو

د میدان‌وردګو یو شمېر خلک: د کابل – کندهار لارې کارونه ډېر ورو دي، له سختو ستونزو سره مخ یو

author avatar
17 Sep 2023 - 15:06
د میدان‌وردګو یو شمېر خلک: د کابل – کندهار لارې کارونه ډېر ورو دي، له سختو ستونزو سره مخ یو
author avatar
17 Sep 2023 - 15:06

میدان‌ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار لويې لارې بیارغولو کارونه ډېر ورو روان دي چې له امله یې د دوی ورځنۍ چارې اغېزمنې شوې او له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، حکومت دې د دې لارې رغولو روانې چارې چټکې کړي څو د ژمي موسم له رارسېدو مخکې بشپړې شي.

د دغه ولایت د مرکز میدان‌ښار یوه هټۍوال نورالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارې دوړو او خاورو سخت زیانمن کړي او نه شي کولای خپل توکي له هټیو بهر کېږدي.

هغه وویل: «د شپې او ورځې ګردونه دي، نه څوک ور خلاصولی شي، نه څوک په لار سمه تلای شي، سخت په ستونزو کې ګېر یو.»

د نرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شاه لالا وویل، دا یوه میاشت کېږي سړک یې اړولی او کار یې نه معلومېږي.

هغه زیاته کړه، قراردادي شرکت باید له عموي سړک سره څنګ ته پر خامه لارو هره ورځ اوبه واچوي څو د موټرو تګ راتګ پر مهال دوړې جوړې نه شي.

بلخوا د ولایت چارواکي د خلکو د یادو شکایتونو په ځواب کې وايي چې د دغه سړک بیارغولو کارونه چټک شوي او هڅه کېږي چې ژر ورغول شي.

د میدان‌وردګو والي قاري بختیار معاذ پژواک ته وویل، د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار لويې لارې بیارغولو کارونه چټک شوي او هڅه کېږي ژر بشپړ شي.

هغه زیاته کړه چې د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه يې د ولایت ادارو ته سپارښتنه کړې چې د سړک څنګ تېرو شوو خامه لارو دې وخت په وخت اوبه اچوي څو د دوړو جوړېدو مخنیوی وشي.

دی وايي: «موږ د دې لارې رغولو له مسوولینو سره خبرې کړې، هغوی کوښښ کوي چې ژر تر ژره دغه چارې مخې ته یوسي؛ ځکه ژمی را روان دی او موږ هم هڅه کوو چې د ولایت اړوند سیمه کې د لارې پر خامه برخو اب‌پاشی وکړو څو هېوادوال له دوړو خلاص شي.»

د یادونې ده، د میدان‌وردګو په مربوطاتو کې همدا اوس په څو برخو کې د بېلابېلو شرکتونو له لوري د کابل – کندهار لويې لارې بیارغولو کارونه روان دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.