Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې یوه ځوان خپل پلار وژلی

بامیان (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د بامیان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه ځوان خپل پلار وژلی دی.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «چپ‌درۀ فولادي» سیمې اوسېدونکی محمد د خپل زوی له لوري د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

د هغه په خبره، دغه پېښه پرون د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

د بامیان د والي ویاند زیاتوي چې پر قتل تورن کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د قضیې په تړاو نورې پلټنې روانې دي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.