ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند په اتم ځل د کرکټ اسیایي جام اتلولي وګټله

هند په اتم ځل د کرکټ اسیایي جام اتلولي وګټله

author avatar
17 Sep 2023 - 21:19
هند په اتم ځل د کرکټ اسیایي جام اتلولي وګټله
author avatar
17 Sep 2023 - 21:19

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک ٢٦ وږی ١٤٠٢): د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته په سترې ماتې ورکولو سره د اسيا جام اتلولي د اتم ځل لپاره وګټله.

ددغو سیالیو پای لوبه نن د وږي په ۲۶مه، د سریلانکا د پلازمینې کولمبرو ښار په پریماداسا سټيډیم کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه ، خو لوبه د باران ورېدو له امله څو دقیقې وروسته پیل شوه.

د سریلانکا د لوبې پیل ډېر خراب و، په لومړي اوور کې هندي لوبغاړي بومرا د سریلانکا مهم لوبغاړی وسوځولو، خو په څلورم اوور کې محمد سراج په یوه اوور کې د سریلانکا څلور لوبغاړي وسوځول او ددوی د لوبډلې ملا یې ماته کړه.

د سراج د خطرناکې توپ اچوونې لامله د سريلانکا ټوله لوبډله په شپاړلسم اوور کې  په ۵۰ منډو وسوځېدله او هند ته یې د ۵۱ منډو هدف ورکړ.

د هند له لوري تر ټولو ښه لوبه محمد سراج وکړه او د سیالې لوبډلې یې شپږ مهم لوبغاړي وسوځول او دغه راز هاردیګ پانډیا بیا درې وېکټې واخیستې.

هند بيا دغه هدف په ۶.۱ اورونو کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته پوره او دغه اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هند تر دې مخکې اوه ځلې اسیایي جام اتلولۍ ګټلې وې او دې سره یې په اتم ځل خپل کړ.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ د اګست په ٣٠مه د پاکستان به کوربتوب پیل شوې وه،  چې پکې د افغانستان په ګډون د هند، سریلانکا، بنګله دیش، نیپال او پاکستان لوبډلو ګډون کړی و.

محمد سراج د پای لوبې غوره لوبغاړی او د هندبل لوبغاړی کلدیپ یادف بیا ددې سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

[/restrict]

Views: 163

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.