[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د لیبیا حکومتي چارواکو ویلي، چې د تیرې اونۍ د سېلاب او توفان له امله د مړو شمېر څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته رسېدلی او لس زره نور لا هم نادرکه دي.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د مدیترانې بحیرې د سمندري توپان «ډانیل» له امله رامنځته شوي سخت بارانونه د تیرې اونۍ په پای کې د لیبیا په ختیځ کې د مرګونې سیلابونو راوتو لامل شول.
د راپورونو له مخې، سیلابونو دوه بندونه ونړول او د اوبو څو متره لوړو څپو د درنا ښار د مرکز په لور مخه کړه، ټول سیمه یې ویجاړه او زرګونه کسان یې مړه او تري تم کړل.
د لیبیا سرې میاشتې ټولنې تر دې دمه د یاد سېلاب او توفان له امله د ۱۱۳۰۰ کسانو د مړینې پخلی کړی دی.
د لیبیا د سرې میاشتې ټولنې په وینا، تر لسو زرو ډېر کسان نادرکه دي. د دې پیښې څخه شپږ ورځې تیرې شوې، خو پلټونکي لا هم د خټو او وېجاړو شوو ودانیو لاندې د جسدونو او ممکنه ژوندي پاتې شوو په لټه کې دي.
سخت بارانونه په ختیځو ښارونو کې د مرګوني سېلابونو د راوتو لامل شو چې تر ټولو ډېر مالي او ځاني زیان یې په «درنا» ښار کې اړولی دی.
سخت باران او د اوبو ډېرېدو د «درنا» ښار په لوړو غرونو کې د دوو بندونو د نړېدو او د د دغه ښار مرکز ته د سونامي په څېر د سیلاب راوتو لامل شول.
[/restrict]
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن