ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي

بدخشان کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي

author avatar
17 Sep 2023 - 16:34
بدخشان کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي
author avatar
17 Sep 2023 - 16:34

فیض‌اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار څلورمې امنیتې حوزې مربوطاتو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې اورلګېدنه نن له غرمې مخکې د فیض‌اباد د نوي ښار د اخرګلدان سیمه کې رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په یاده اورلګېدنه کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د دوو هټیو ټول توکي سوځېدلي دي.

هغه زیاتوي، په یاده پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی، د اور وژنې ډله سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې او نورو هټیو ته یې د اور له غځېدو مخنیوی کړی دی.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.