Language

د کابل – جلال‌اباد لار د غره ښویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت وایي، د کابل – جلال‌اباد لویه لار تېره شپه د کابل دروازې په درۍ کیلومترۍ کې د غره ښويېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ټولګټو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني نن سهار سیمې ته ورغی او د یادې لویې لارې له دې بندې برخې یې لیدنه وکړه.

https://twitter.com/mopw_afg/status/1703322910553719294

سرچینې لیکلي: «دا چې د غره ښویېدنه تر دې مهاله دوام لري، د ټولګټو وزارت سرپرست د کابل ولایت د ټولګټو ریاست او د دغه وزارت د زیان‌منونکو نقطو ریاست ته د بدیلې لارې د احداث لارښوونه وکړه او همدارنګه یې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له انجنیري ټیمونو هم د مرستې غوښتنه وکړه، څو هر څو ژر د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ په موخه بدیله لار جوړه شي او دغه راز له غره څخه د راښویېدلو خاورو او ډبرو پاک‌کاري روانه ده.»

ټولګټو وزارت له خلکو او موټرچلوونکو غوښتي چې د مسافرو د ځاني او مالي خوندیتوب په موخه دې د دغه وزارت تر بلې خبرتیا پر دې لار تګ راتګ نه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.