[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د هلمند د عامې روغتیا ریاست ګډ کمېسیون په دغه ولایت کې څلور درملتونونه د تاریخ تېره درملو لرلو په تور او ۱۲ د غاښو کلینیکونه تړلي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست له خوا جوړ شوي ګډ کمېسیون تېره ورځ له ۷۷ درملتونونو او د غاښو له کتنځایونو څخه څارنه وکړه.
هغه زیاته کړه، د یادې څارنې له مخې څلور درملتونونه یې د تاریخ تېر درملو لرلو په تور او ۱۲ د غاښو کتنځایونه وتړل چې د غاښو اړوند طبي و سایل یې نه لرل.
نوموړی زیاته کړه، په یاد کمېسیون کې د هلمند د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو بررسۍ ټیم ترڅنګ د ولایت مقام، استخباراتو ریاست، امنیې قوماندانۍ او ښاروالۍ ریاستونو استازو ګډون لري.
د ریاض د معلوماتو له مخې، د غاښو په تړل شوو کتنځایونو کې سادات، سعیدي، ابوعلي سینا، یعقوبي او داسي نور شامل دي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم دغه کمېسیون ګڼ شمیر درملتونونه تړلي وو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP