ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې له چین سره د نښلېدونکې ورېښمو لارې جوړولو چارې پیل شوې

بدخشان کې له چین سره د نښلېدونکې ورېښمو لارې جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
18 Sep 2023 - 17:22
بدخشان کې له چین سره د نښلېدونکې ورېښمو لارې جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
18 Sep 2023 - 17:22

فیض‌اباد (پژاک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د بدخشان ځايي مسوولین وايي، د ورېښمو لارې د نږدې ۵۰ کیلومتره برخې جوړولو چارې چې بدخشان له چین سره نښلوي، د څه باندې ۳۶۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده بدخشان ته د خپل سفر په لړ کې د واخان ولسوالۍ له پامیر سیمې لیدنه کړې او په رسمي ډول یې د یو شمېر مسوولینو په شتون کې د ابرېښم لارې د نږدې ۵۰ کیلومتره سړک جوړولو پروژه پرانیستې ده.

د بدخشان د کلیو بیارغونې رییس ملا امان‌الله چهره دغه مطلب پژواک ته تایید کړ او ویې ویل، د ابرېښم لارې د ۵۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې چې د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له بزاری ګنبد سیمې پیل او د چین تر پولې رسېږي، د پنځو مترو پلنوالي په درلودو سره په رسمي توګه د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت سرپرست له لوري پرانیستل شوې.

هغه وویل چې د دې لویې لارې نقشه او ډیزاین د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د مسلکي انجنیرانو له لوري ترسره شوې او دمګړۍ درې انجنیران په سیمه کې د کار له جریانه څارنه کوي چې په درېیو کاري میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کوچني پامیر د سړک د ځینو ویجاړو شوو برخو پر ترمیم سربېره د دې پروژې ټولټال لګښت څه باندې ۳۶۹ میلیون او ۵۷۹زره افغانیو ته رسېږي چې کلیو بیارغونې وزارت د سړک جوړنې له بودجې ورکول کېږي او د پراختیايي شوراګانو له خوا تطبیقیږي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د پامیرونو سیمې د هېواد اسټراټیژیکې نقطې او چین ته یې د لارې پرانیستل د افغانستان په اقتصاي وده کې حیاتي اقدام وباله چې له دې لارې صادرات او واردات به د هېواد و نورو بندرونو په پرتله څو برابره په ټیټ لګښت او په لنډ وخت کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې واک ته د اسلامې امارت له رسېدو سره د هېواد د سرحدي تحکیماتو ترڅنګ، د کوچني او لوی پامیرونو خلکو ته د مرکزي حکومت پام وراوښتی چې د دې لویې لارې د چارو په بشپړېدو سره به د دغه ولایت سرحدي ولسوالیو د خلکو یو څه ستونزې هوارې او ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

په بدخشان کې د ټولنیزو چارو کارپوه غلام‌‌محمد اتش‌پور د ابرېښم لارې د کار له پیله د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه لویه لار به له سیاسي او اقتصادي پلوه د افغانستان د خلکو په ګټه تمامه شي چې د هېواد د نورو بندرونو په پرتله به وکولای شي د ابرېښم له لارې کېدای شي چې درمل او نور توکي په کم لګښت او لنډ وخت کې افغانستان ته وارد او له هېواده معدني او نور توکي چین ته صادر شي.

هغه زیاتوي چې چینایان د یوې نړۍوالې لویې لارې جوړولو په درشل کې دي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې دغه نړۍواله ټرانزيټي لاره د دوی له خاورې نړۍوال بازار ته ونښلول شي، همدا ډول د افغانستان مشران هم په دې هڅه کې دي چې دغه لارې له افغانستانه تېره شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ابرېښم لارې په جوړېدو سره به له تر ټولو لنډې لارې او کم لګښت سره سوداګریز توکې افغانستان ته وارد او نورو هېوادونو ته صادر شي او دغه راز کورني سوداګر کولای شي په لږ پانګه‌اچونې سره سوداګري وکړي، د لارې په اږدو کې هوټلونه او مېلمستونونه جوړ او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

Views: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.